انصار: ( دکب 8 مه)؛ د ملګرو ملتونو امنیت شورا یوځل بیا ټینګار کړی چې افغانستان دې په نړیواله ټولنه کې د بیا مدغمېدو او نړیوالو مکلفیتونو ته ژمن پاتې شي.
د امنیت شورا په اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې جنسیتي تبعیض په کلکه غندي، د بشر حقونو د سرغړونو په تړاو د حساب ورکولو غوښتنه کوي او په هر سیاسي بهیر کې د ښځو پر ونډې ټینګار کوي.
د امنیت شورا غړو په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو پیلېدو هم ټینګار کړی او له طالبانو څخه یې غوښتي چې د نجونو پر مخ دې د زده کړو دروازې پرانیزي.
د امنیت شورا په دې اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان په انکشافي اقتصاد او سیاسي بهیرونو کې د ښځو ګډون د پرمختګ لپاره حیاتي بڼه لري چې له پامه غورځول یې ناوړه پایلې لرلی شي.
دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ پر ۱۸مه او ۱۹مه د دوحې د غونډې په پای کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرېش ویلي وو چې په افغانستان کې سوله غواړي، داسې سوله چې افغانستان په بشپړ ډول له سیاسي او اقتصادي پلوه په نړیواله ټولنه کې ورګډ شي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30331